د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

eshaq_admin
hgghfgh

Due

-

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت سره د پاکستان هېواد (BU) پوهنتون  بورسونو د ورکړې خبر ورکړی.
د بورسونو د اړتیا وړ اسناد:
1-    پاسپورټ درلودل.
2-    د نمبرو ټرانسکريپټ او تحصيلي اسنادو کاپي.
3-    د انګليسي ژبې معتبر اسناد درلودل.
4-    

د بورس امتیازات:
1-    د داخلې غوښتنلیک فیس ورکولو څخه معافیت.
2-    د بورسونو محصلانو د تحصيل فيس د بورس ورکونکي هېواد اتباعو سره یو شان(مساوي) دی.
3-    د بورسونو محصلانو لپاره همغه شرایط او معیارونه دي، کوم چې د بورسونو ورکونکي هېواد اتباعو لپاره دي.

تحصيلي څانګې:
سوداګرۍ مطالعې، برښنا انجنيري، کمپيوټر انجنیري، نرم افزار ( سافټویر) انجنیري، کمپيوټر ساینس، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې علوم، بشري او ټولنيز علوم، اسلامي مطالعې( شرعيات)، حقوق، سمندري مطالعې، روان پوهنه او رسنۍ.
په شرایطو برابر کسان، چې غواړي د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې تحصيل ته دوام ورکړي، کولای شي د نوم ليکنې او اړینو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره(https://bahria.edu.pk/isa) ویب سايټ ته مراجعه وکړي.
په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي، چې د 25 / جولای/ 2023 نېټې پوري د لاهور او اسلام آباد په کمپسونو کې او د کراچۍ په کمپس کې تر 27/ جولای/ 2023 نېټې پوري نوم ليکنه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د آنلاین نوم لیکنې بهیر له بشپړولو وروسته، نوماندان باید اړین اسناد (د پاسپورټ کاپي، د افليکیشن فورمه، د تابعیت تذکره، ډیپلوم او ټرانسکريپټ) د اړینو فورمو سره چې د دې خبرتیا سره مل او لاندې موجود دي، ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته  د 2023 کال د جولای تر 27 پورې د لوړو زده کړو وزارت پذيرش عمومي دفتر 13 شميرې غرفې ته وسپاري.

د فورمه لینک

https://sss.gd/WwLct

https://sss.gd/Dksbeu

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .