PastShow all

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۴:۳۱
Background image

د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست او د عبدالله بن مسعود جامعې کارمندانو ته د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لورې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ په بریالي ډول ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې د یادو ریاستونو 53 کارمندانو ګډون کړی و، چې د پلان جوړونې اهمیت، په اداري چارو کې د پلان رول، د پلان چمتو کولو څرنګوالی او د پلان جوړونې اړوند نور موضوعات زده کړل.
همدا. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۰:۱۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د هېواد شمالي ولایتونو د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلينو او استادانو سره په ناسته کې د غوره درسي اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

په دې ناسته کې، په داسې حال کې چې د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل، علمي معين دوکتور لطف الله خیرخواه او د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر مسؤلېنو هم شتون درلود، شيخ الحديث مولوي نداء محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د علي اباد تدریسي روغتون مسؤلینو د «روغتیا په نړۍ کې» نړیوال امریکايي سازمان سره په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه انلاین ناسته وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې اوسمهال افغانستان د طبي، په ځانګړي ډول سرطان ناروغانو د درملنې تجهیزاتو او متخصصینو ته جدي اړتیا لري. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۸:۱۱
Background image

د کابل مرکزي دولتي پوهنتونونو د تضمین کیفیت آمرینو او مسؤلینو ته د مسلکي بیا کتنې او تضمین کیفیت معیارونو چوکاټ د تشریح کولو ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست له لورې د کابل مرکزي دولتي پوهنتونونو د تضمین کیفیت آمرینو او مسؤلینو ته د مسلکي بیا کتنې او تضمین کیفیت معیارونو د چوکاټ د تشریح په. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۷:۵۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تېره ورځ بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت د دولتي تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې.

د دغې لېدنې په پيل کې، د بلخ ولایت د دولتي تحصيلي بنسټونو محصلینو خپلو غوښتنو، وړاندېزونو او ستونزو د شريکولو ترڅنګ، بلخ ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شيخ الحديث مولوي صاحب. . .

شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۸:۲
Background image

تیره ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د بلخ پوهنتون د لیلیې ودانۍ، چې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی، پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یې وړاندې کړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم حضور درلود،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۷:۵۷
Background image

د هرات، فراه، غور، بادغیس، او نېمروز دولتي پوهنتونونو لپاره د امامانو او مبلغانو ازموینه په هرات پوهنتون کې واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت  پلاوي ، د پوهنتون رهبرۍ او مسؤلینو په حضور کې، د هرات، فراه، غور، بادغیس، او نېمروز دولتي پوهنتونونو د درېیم او څلورم بستونو لپاره د امامانو او مبلغانو څخه په یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۷:۵۳
Background image

په ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون د دولتي پوهنتونونو د امامانو او مبلغانو د ګمارنې په موخه د ۵ بستونو ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت  د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي په ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو د ۵ بستونو لپاره له ۳۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۳:۴۱
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د هېواد مرکزي دولتي پوهنتونونو او یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو له لوري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني کړنې او لاسته راوړنې وستایل شوې.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پر شخصیت او مدیریتي. . .

Pagination