PastShow all

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۳:۵۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د امارتي تحصیلي بنسټونو د اسلامي ثقافت استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو لپاره درې ورځنی دیني – علمي سیمینار پای ته ورسېد.

یاد سیمینار د ځان، محصلینو او نظام پر وړاندې د استاد او داعي د مسؤلیتونو په موخه جوړ شوی و، چې د هېواد ټولو امارتي تحصیلي بنسټونونو څخه ۶۳۷ د اسلامي ثقافت استادانو، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۶:۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي کتابتون افتتاح او ګټې اخېستنې وسپاره.

دغه کتابتون چې د (امام قتبية بن سعيد البغلاني) په نوم نومول شوى، د لوړو زده کړو وزارت له بودېجې څخه جوړ شوى، چې اوسمهال په کې د ديني علومو بېلابېل ١١ سوه ټوکه کتابونه شتون لري.

په همدې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۵:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې ګډون وکړ او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې.

د غونډې په پيل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستيال پوهاند دوکتور جمشيد رشيدي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خيرخواه په شتون خوښي څرګنده کړه او د علمي شورا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د لوړو زده‌کړو امارتي بنسټونو د اړتياوو د توحید په موخه د لوړو زده‌کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د لوړو زده کړو امارتي بنسټونو ترمنځ آنلاین غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر احمد ضیا جبارخیل په مشرۍ جوړه شوې وه، د لوړو زده‌کړو بنسټونو د معلوماتي ټکنالوژۍ مسؤلینو د ويډیو کنفرانس له لارې پکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۵:۱۵
Background image

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي پکتیا ولایت ته کاري سفر وکړ

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي په دغه سفر کې د پکتيا پوهنتون له رهبري پلاوي سره په کتنه کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لپاره د یوه مناسب تدریسي ځای ټاکلو سربېره پر یو لړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۰:۲
Background image

پکتیا پوهنتون سره د سولې مطالعتي، څېړنیز او خپرندویه مرکز د لسګونه ټوکه کتابونو مرسته وکړه.


د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د دې مرکز له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د پکتیا پوهنتون سره یې د 180 ټوکه درسي کتابونو مرسته کړې.
 ښاغلي اخندازاده د خوښي په څرګندولو زیاته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۵:۵۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پردوام د ننګرهار پوهنتون استادانو سره ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د اسلام له اړخه د استادانو مقام او ځانګړتیاوې بیان کړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د هېواد د ځوان نسل په روزنه کې صداقت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۷:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر دوام د ننګرهار پوهنتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او چارې یې و ارزولې.

یاد پلاوی، چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ یې د هېواد د تحصیلي نهادونو ارزونه پیل کړې پر دوام یې د ننګرهار پوهنتون له ټولو تدریسي، څېړنیزو پروژو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د کابل طبي علومو ( ابو علي سینا) پوهنتون په چوکاټ کې د طبي انجینرۍ ډیپارټمنټ (Biomedical Engineering) او د یاد ډیپارټمنټ لخوا له وخت مخکې زېږېدلو ماشومانو د ساتنې ماشین (انکوباتور) د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه لخوا پرانیستل شو.

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي ډیپارټمنټ او انکوباتور ماشین پرانیستې لپاره غونډه جوړه شوې وه، چې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي معین هم پکې ګډون کړی. . .

Pagination

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements