د بلخ پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
بلخ پوهنتون د (لومړي ځل) لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د شرعیاتو پوهنځی:
فقه او قانون ډیپارتمنت (۱) بست، د نارینه اوو لپاره (دوکتور او ماستر).
د کانونو(معادن) انجنیري پوهنځی:
پطرولیم انجنیري ډیپارتمنت (۱) بست، د نارینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).
چاپیریال ساتني او اوبوانجنیري ډیپارتمنت (۱) بست، د نارينه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).
د ښوونې او روزنې پوهنځی:
پښتو ډیپارتمنت (۲) بسته، د ښځینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).
د کرهنې پوهنځی:
ځنګولونو او باغدارۍ ډیپارتمنت (۱) بست، د نارینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).
د ساینس پوهنځی:
بیولوژي ډیپارتمنت (۲) بسته، د ښځینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵/۵/۱۴۴۴ الی ۲۵/۶/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.