د بلخ پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

ameen_admin
Tue, Dec 20 2022 4:54 AM
gsgsfdgsdgs

Closing Date

بلخ پوهنتون د (لومړي ځل) لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د شرعیاتو پوهنځی: 
فقه او قانون ډیپارتمنت  (۱) بست، د نارینه اوو لپاره (دوکتور او ماستر).

د کانونو(معادن) انجنیري پوهنځی: 
پطرولیم انجنیري ډیپارتمنت (۱) بست، د نارینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).
چاپیریال ساتني او اوبوانجنیري ډیپارتمنت (۱) بست، د نارينه وو لپاره (دوکتور، ماستر او  لېسانس).

د ښوونې او روزنې پوهنځی: 
پښتو ډیپارتمنت (۲) بسته، د ښځینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).

د کرهنې پوهنځی: 
ځنګولونو او باغدارۍ ډیپارتمنت (۱) بست، د نارینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او  لېسانس).

د ساینس پوهنځی: 
بیولوژي ډیپارتمنت (۲) بسته، د ښځینه وو لپاره (دوکتور، ماستر او لېسانس).

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۵/۵/۱۴۴۴ الی ۲۵/۶/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.