هېواد د استادانو او محصلینو په هڅو او زحمت جوړېدای او له سیالانو سره سیال کېدای شي

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۳
Jsbsjxjejhd

 

هغه مراسم چې په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال ممتازو محصلینو د ستاینې لپاره جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ، د اکاډمیکو چارو څارنې او ارزونې او د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس صاحبانو، د پوهنتون رهبري، استادانو او ممتازو محصلینو پکې ګډون کړی و. 

 

په یاده ستاینغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي په ټولنه کې د محصلینو پر ارزښت او د هېواد په مهمو قضایاوو کې د هغوی پر رول او ارزښت خبرې وکړې او محصلینو ته یې په خطاب کې وویل چې تاسو د هېواد او خپلو خلکو پر وړاندې ستر مسؤلیت لرئ. نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې محصلین لا زیاتو زده کړو ته تشویق کړل. 

 

دغه راز د اکاډمیکو چارو څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد وویل چې دا هېواد د استادانو او محصلینو په هڅو او زحمت جوړېدای او له سیالانو سره سیال کېدای شي. نوموړي زیاته کړه د ا.ا.ا دې ته متوجه دی چې د تحصیلي نظام د پرمختګ لپاره له اړتیا سره سم امکانات برابر کړي.  

 

وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون سرپرست رئیس ډاکټر مفتي اسدالله نجات په طبي علومو کې د اسلامي علماوو کارنامو ته په اشارې سره، محصلین خپلو مسلکي زده کړو ته وهڅول او ورته ویې ویل: «د خپل مسلک موخه د مسلمانانو خدمت وګڼئ او هغه څانګې د تخصص لپاره وټاکئ چې په ټولنه کې ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي.»

 

په یادو مراسمو کې د هر ټولګي له لومړي تر درېیم نومره او د بېلا بېلو برنامو فعالو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول. 

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاخرة ۱

۱۴۰۳هـ.ش، د لیندۍ ۱۳مه

۲۰۲۴م، د ډسمبر ۳مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS