د جوزجان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا  !

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۶:۵۴
422148 00

Closing Date


جوزجان پوهنتون دویم، درېيم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري. 

د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•کیمیا ډیپارټمنټ (۲) بسته. دویم او ځلورم ځل لپاره. 
•ریاضي ډیپارټمنټ (۱) بست. ځلورم ځل لپاره. 

د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځی؛
* رياضي برخه کې د تخنیکي عمومي مضمونونو ډیپارټمنټ(۱) بست. درېيم ځل لپاره. 
* چاپېریال ساتنې ډیپارټمنټ (۱) بست. درېيم ځل لپاره. 

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی؛
* سیاسي علومو او نړیوال اړیکو ډیپارټمنټ (۱) بست. بیا ځل لپاره. 

داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر  ۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements