د جوزجان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
جوزجان پوهنتون دویم، درېيم او څلورم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•کیمیا ډیپارټمنټ (۲) بسته. دویم او ځلورم ځل لپاره.
•ریاضي ډیپارټمنټ (۱) بست. ځلورم ځل لپاره.
د جیولوجي او کانونو انجنیري پوهنځی؛
* رياضي برخه کې د تخنیکي عمومي مضمونونو ډیپارټمنټ(۱) بست. درېيم ځل لپاره.
* چاپېریال ساتنې ډیپارټمنټ (۱) بست. درېيم ځل لپاره.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی؛
* سیاسي علومو او نړیوال اړیکو ډیپارټمنټ (۱) بست. بیا ځل لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۵/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.