All News

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۰:۱۱
Background image

د کمپیوټر ساینس ماسټري او د ښوونې او رزونې لېسانس څانګو د کمپیوټر زده کړې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو. 


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په تحصیلی نصاب کې د استادانو او متخصصینو د کار پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «په نصاب کې د هرې کلیمې. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۸:۲۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو او تدریسي روغتونونو ۷۸ تنو کارمندانو ته له روزنیز ورکشاپه د فراغت سندونه وویشل شول.

دغه کارمندان له ۶ روزنیزو پروګرامونو(مدیریت او رهبرۍ، اداري مکتوبونو، د اسنادو مدیریت، د دفتردارۍ مهارتونو، په کاري چارو کې د انټرنیټ کارولو او مایکروسافټ ورډ) څخه فارغ شوي دي.
یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فراه د لوړو زده کړو موسسې له مسوولینو او استادانو سره په کتنه کې ژمنه وکړه، چې د دې موسسې ستونزې به حل او محصلینو ته به یې ښه تحصیلي چاپیریال برابر کړي.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام د فراه لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې موسسې د مسوولینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد لوېدیځ زون ته د خپلو کاري سفرونو پر دوام د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه لویه ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دغه علمي بنسټ ستونزې یې له نږدې واورېدې.
نوموړي په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۳۰
Background image

د لومړي ځل لپاره د خصوصي تحصیلي بنسټونونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت پروسه پیل شوه. 


د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي له لوري په خصوصي پوهنتونونو کې د علمي کادر د تقرر لایحې له مخې د جنوب شرق زون خوست ولایت پامیر، ابدالي، دعوت او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۵۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او زابل د لوړو زده مؤسسې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک، لاسلیک شو.


د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او زابل د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ په علمي او څیړنیزه برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک د یادو تحصیلي بنسټونو د مسئولانو له خوا ترمنځ لاسلیک شو.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون مرکزي لیلیه کې د فلتر اوبو او د برېښنا ځانګړي سیسټم پروژې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو په وینا د برېښنا ځانګړي سیسټم پروژه، د یوې میاشتې په موده کې د ننګرهار برېښنا ریاست په همکارۍ د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت تکمیل شوه، چې پر اساس یې د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۶:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د انټي میکروب درملو په وړاندې د میکروبونو مقاومت په اړه لومړنی کلنی کنفرانس جوړ کړ. 


د کابل طبي علومو پوهنتون دغه کنفرانس د انټي بیوټیک درملو د کارونې په اړه د پوهاوي لوړولو او د انټي بیوتیک د خپلسري استعمال د زیانونو په اړه د دې بنسټ د علمي کادرونو لخوا د ترسره شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۴:۳۶
Background image

د کندهار او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتونونو او د زابل لوړو زده کړو مؤسسې  ۴۹ اداري خالي بستونو لپاره د ۲۴۰ نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه. 


د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس انجنیر حافظ روح الله روحاني په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د یادو تحصیلي بنسټونو اداري خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې. . .

Pagination

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements