د لومړي ځل لپاره د خصوصي تحصیلي بنسټونونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت پروسه پیل شوه. 

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۳۰
jhdfkjsdkjdsf


د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي له لوري په خصوصي پوهنتونونو کې د علمي کادر د تقرر لایحې له مخې د جنوب شرق زون خوست ولایت پامیر، ابدالي، دعوت او پکتیا ولایت زمزم خصوصي تحصیلي بنسټونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت پروسه ترسره شوه. 
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس انجنیر مفتاح الدین عزام په وینا، یاده پروسه به په ټولو خصوصي پوهنتونونو کې عملي کېږي، د خصوصي پوهنتونونو د استادانو د تقرر دوسیې به امارتي پوهنتونونه طی مراحل کوي او پر اساس به یې دایمي استادان مقرریږي.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت یاد پلاوي د شیخ زایدـ خوست او پکتیا پوهنتونونو له مشرتابه سره هم ناستې وکړې او د یادې پروسې پر عملي چارو یې بحث ورسره وکړ. 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS