د کمپیوټر ساینس ماسټري او د ښوونې او رزونې لېسانس څانګو د کمپیوټر زده کړې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو. 

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۰:۱۱
تنسیابنتیستنبیس


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په تحصیلی نصاب کې د استادانو او متخصصینو د کار پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «په نصاب کې د هرې کلیمې لیکل او فکر کول د راتلونکو نسلونو سرنوشت ټاکي او دا ستاسو لپاره جاریه صدقه ده.» 
نوموړي د طبیعي علومو پر تربیوي اړخ ټينګار وکړ او له استادانو یې وغوښتل چې د کمپیوټر ساینس د تخنیکي زده کړو تر څنګ تربیوي زده کړو ته هم پام وساتي. دوکتور لطف الله خیرخواه زیاته کړه چې اوسمهال په نړۍ کې د علم، ټکنالوژۍ او پرمختګ په پلمه کلتوري او فکري یرغل کېږي، چې باید مخه یې ونیول شي. 
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي تجروبوي علوم د ټولنې اړتیا یاد کړل او ویې ویل چې د دیني او ټولنیزو علومو په اندازه باید کار ورته وشي. هغه همدا راز د یاد کلسټر په دویم پړاو کې د مفرداتو پر تکمیل ټینګار وکړ. 
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهنوال فرید احمد طنین د دغه پنځه ورځني کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ګډونوالو ته یې معلومات ورکړل. 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS