په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د تبدیلۍ پروسې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

baqir_admin
ل

ټول هغه زدکړیالان دې خبر وي چې غواړي له یوه تحصیلي بنسټ څخه بل ته ځان تبدیل کړي؛ د لېسانس روزنیزې دورې او د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا د ۱۸/۹/۱۳۹۹ نېټې د پرېکړې پر بنسټ، تبدیلۍ د لاندې شرایطو په صورت کې ترسره کېږي:   

۱ـ د ښځينه زدکړیالانو تبدیلي د دواړو تحصیلي بنسټونو د هوکړې او د هماغه کال کانکور معیاري نومرو د پوره کولو په صورت کې تر سره کېږي.  

۲ـ د نارینه زدکړیالانو تبدیلي د یادې مقررې پر بنسټ، له ورځني څخه ورځني ته نه کېږي، یوازې له ورځني څخه شپې ته ترسره کېږي.

۳ـ هغه زدکړیالان چې یو سمستر یې په بریالۍ توګه پای ته رسولی وي، د تبدیلۍ پروسه یې د ۱۴۰۰کال د غویي له ۱۰مې تر ۳۰مې پورې ترسره کېږي.  

۴ـ د تبدیلۍ فورم له لومړي پوهنتون څخه تر لاسه کېږي او د دویم بنسټ تر هوکړې وروسته د طی مراحلو لپاره د زدکړیالانو چارو ریاست ته سپارل کېږي.

۵ـ هغه زدکړیالان چې په لومړي پوهنتون کې یې دوه مضمونونه کرېډېټ ونه لري، تبدیلي یې نه ترسره کېږي.

۶ـ یو زدکړیال په تحصیلي دوره کې یوازې یو ځل د تبدیلۍ حق لري.

۷ـ تبدیلي یوازې په ورته ټولګي، څانګه او سمستر کې ترسره کېږي.

 

زدکړیالان دې خبر وي

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د لېسانس په کچه د قزاقستان هېواد د تحصیلي بورس د ازموینې خبرتیا

د مخکنۍ خبرتیا په تعقیب سره لیکل کېږي چې د قزاقستان هېواد «د سېول انجنیرۍ، جیولوجي، کرنې او اقتصاد» په برخه کې د ۱۶ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت عالي . . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۹:۱۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو د زیاتوالي او د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې له مخې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د تحصیلي او تعلیمي مرکزونو د دوو . . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د ښځو لپاره د لېسانس دورې په کچه د اسیایي پوهنتون (بنګله دېش هېواد) د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د اسیایي پوهنتون (بنګله دیش هېواد) د تحصیلي بورسونو ۶۸ تنو ښځینه نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې په پام کې ده د یادو بورسونو له نوماندانو څخه د برک موسسې کارکوونکي، د یاد پوهنتون پلاوی . . .

Back to announcements