په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د تبدیلۍ پروسې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

baqir_admin
ل

ټول هغه زدکړیالان دې خبر وي چې غواړي له یوه تحصیلي بنسټ څخه بل ته ځان تبدیل کړي؛ د لېسانس روزنیزې دورې او د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا د ۱۸/۹/۱۳۹۹ نېټې د پرېکړې پر بنسټ، تبدیلۍ د لاندې شرایطو په صورت کې ترسره کېږي:   

۱ـ د ښځينه زدکړیالانو تبدیلي د دواړو تحصیلي بنسټونو د هوکړې او د هماغه کال کانکور معیاري نومرو د پوره کولو په صورت کې تر سره کېږي.  

۲ـ د نارینه زدکړیالانو تبدیلي د یادې مقررې پر بنسټ، له ورځني څخه ورځني ته نه کېږي، یوازې له ورځني څخه شپې ته ترسره کېږي.

۳ـ هغه زدکړیالان چې یو سمستر یې په بریالۍ توګه پای ته رسولی وي، د تبدیلۍ پروسه یې د ۱۴۰۰کال د غویي له ۱۰مې تر ۳۰مې پورې ترسره کېږي.  

۴ـ د تبدیلۍ فورم له لومړي پوهنتون څخه تر لاسه کېږي او د دویم بنسټ تر هوکړې وروسته د طی مراحلو لپاره د زدکړیالانو چارو ریاست ته سپارل کېږي.

۵ـ هغه زدکړیالان چې په لومړي پوهنتون کې یې دوه مضمونونه کرېډېټ ونه لري، تبدیلي یې نه ترسره کېږي.

۶ـ یو زدکړیال په تحصیلي دوره کې یوازې یو ځل د تبدیلۍ حق لري.

۷ـ تبدیلي یوازې په ورته ټولګي، څانګه او سمستر کې ترسره کېږي.

 

زدکړیالان دې خبر وي

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements