د (۱۴۰۰) لمریز کال دپاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتیا

baqir_admin
g

د کابل پوهنتون تر لیسانس پورته (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو آمریت، د ۱۱/۱۲/۱۳۹۹ نېټې په خبرتیا کې ویلي؛ چې

ټاکل شوې کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ ه. ل. کال له‌پاره د لاندې جدول پر بنسټ د ماسټرۍ په ټولو برنامو کې محصلین ومني.

د ماسټرۍ برنامو نوم‌لیکنه د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې له دویمې پیل او د یاد کال غويي میاشتې تر پایه به دوام ولري.

د کابل پوهنتون د ماسټرۍ ټولو برنامو ته د محصلینو د منلو شرایط:

  • د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوی ډیپلوم او ټرانسکرېپټ (اصلي او کاپي)
  • د لیسانس دورې سلنه باید له ۶۵ څخه کمه نه وي
  • اصلي پېژندپاڼه
  • انځور

د مینه‌والو د پام وړ ټکي:

  1. د نوم‌لیکنې فورم په اړوند پوهنځيو کې وېشل کېږي
  2. د فورم اخیستلو پرمهال د محصلینو تر منځ د واټن مراعاتول، ماسک، دست‌کش او نورو روغتیايي وسایلو درلودل اړین دي.
  3. د ماسټرۍ برنامې د فورم بیه (۵۰۰) افغانۍ ده
  4. د ازموینې د منابعو نوملړ، د منلو شرایط او نورو معلوماتو له‌پاره اړوندې پوهنځۍ ته مراجعه وکړئ
  5. د کانکور د ازموینې ورځ به د ازموینو ملي ادارې له لوري په رسمي توګه اعلان شي  
  6. د ارزونې دویم پړاو (د بهرنیو ژبو ازموینه او مرکه) کې به، کابل پوهنتون له هغو کسانو ازموینه واخلي چې په لومړۍ ازموینه کې یې تر ټولو لوړې نومرې اخیستي
  7. د بریا په صورت کې مینه‌وال اړ دي چې د ماسټرۍ برنامه کې د شاملېدو په موخه یو ځل (۲۵۰۰) افغانۍ ورکړي
  8. له پښتو او دري ادبیاتو پرته د ماسټرۍ ټولو برنامو درسونه په بهرنیو (انګلیسي او عربي)  ژبو دي

د (۱۴۰۰) کال له‌پاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو شمېر او د فیس کچه

شمېره

پوهنځی

د ماسټرۍ برنامې نوم

د یوه سمستر فیس

۱

 

اقتصاد

اداره او  تجارت

۴۵۰۰۰

۲

مالي او بانکي چارې

۴۵۰۰۰

۳

 

کرنه (زراعت)

اگرانومي

۴۵۰۰۰

۴

حیواني علوم

۴۵۰۰۰

۵

 

حقوق او سیاسي علوم

نړیوالې اړیکې

۴۵۰۰۰

۶

عامه اداره او پالیسي

۴۵۰۰۰

۷

 وترنري

کلینیکي طب

۴۵۰۰۰

۸

 

کمپیوټر ساینس

معلوماتي سیسټمونه

۴۵۰۰۰

۹

معلوماتي ټیکنالوژي

۴۵۰۰۰

۱۰

فزیک

اتومي فزیک

۴۵۰۰۰

۱۱

انجنیري

الکټرونیک او د برېښنا انجنیري

۴۵۰۰۰

۱۲

ریاضي

ریاضیات

۴۰۰۰۰

۱۳

ټولنیزعلوم

جندر او د ښځو مطالعات

۴۰۰۰۰

۱۴

 

شرعیات

تفسیر او حدیث

۳۵۰۰۰

۱۵

قانون او شریعت

۳۵۰۰۰

۱۶

ارواپوهنه او تربیتي علوم

ښوونیز مدیریت

۳۵۰۰۰

۱۷

 

ژبې او ادبیات

پښتو

۳۰۰۰۰

۱۸

دري

۳۰۰۰۰

۱۹

عربي

۳۰۰۰۰

۲۰

هنرونه

تجسمي هنرونه

۲۵۰۰۰

  

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د تودو ولایتونو د دولتي او خصوصي بنسټونو د اکاډمیک مهالوېش د بیاکتنې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د سمستر پیل په اړه د هېواد تودو ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو لخوا د لیکلو طرحو د استولو او د زدکړیالانو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د تبدیلۍ پروسې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

ټول هغه زدکړیالان دې خبر وي چې غواړي له یوه تحصیلي بنسټ څخه بل ته ځان تبدیل کړي؛ د لېسانس روزنیزې دورې او د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا د ۱۸/۹/۱۳۹۹ نېټې د پرېکړې پر بنسټ، تبدیلۍ د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۹:۲۰
Background image

د ۱۳۹۸/۱۳۹۹ کال کانکور لوړو نمرو لرونکو لپاره د قزاقستان هېواد تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د قزاقستان هېواد د سېول انجنیرۍ، جیولوجې، کرنې او اقتصاد په برخو کې د ۱۶ بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت درانه مقام له سپارښتنې سره سم د کانکور لوړو نمرو لرونکو، . . .

Back to announcements