د (۱۴۰۰) لمریز کال دپاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتیا

baqir_admin
g

د کابل پوهنتون تر لیسانس پورته (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو آمریت، د ۱۱/۱۲/۱۳۹۹ نېټې په خبرتیا کې ویلي؛ چې

ټاکل شوې کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ ه. ل. کال له‌پاره د لاندې جدول پر بنسټ د ماسټرۍ په ټولو برنامو کې محصلین ومني.

د ماسټرۍ برنامو نوم‌لیکنه د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې له دویمې پیل او د یاد کال غويي میاشتې تر پایه به دوام ولري.

د کابل پوهنتون د ماسټرۍ ټولو برنامو ته د محصلینو د منلو شرایط:

  • د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوی ډیپلوم او ټرانسکرېپټ (اصلي او کاپي)
  • د لیسانس دورې سلنه باید له ۶۵ څخه کمه نه وي
  • اصلي پېژندپاڼه
  • انځور

د مینه‌والو د پام وړ ټکي:

  1. د نوم‌لیکنې فورم په اړوند پوهنځيو کې وېشل کېږي
  2. د فورم اخیستلو پرمهال د محصلینو تر منځ د واټن مراعاتول، ماسک، دست‌کش او نورو روغتیايي وسایلو درلودل اړین دي.
  3. د ماسټرۍ برنامې د فورم بیه (۵۰۰) افغانۍ ده
  4. د ازموینې د منابعو نوملړ، د منلو شرایط او نورو معلوماتو له‌پاره اړوندې پوهنځۍ ته مراجعه وکړئ
  5. د کانکور د ازموینې ورځ به د ازموینو ملي ادارې له لوري په رسمي توګه اعلان شي  
  6. د ارزونې دویم پړاو (د بهرنیو ژبو ازموینه او مرکه) کې به، کابل پوهنتون له هغو کسانو ازموینه واخلي چې په لومړۍ ازموینه کې یې تر ټولو لوړې نومرې اخیستي
  7. د بریا په صورت کې مینه‌وال اړ دي چې د ماسټرۍ برنامه کې د شاملېدو په موخه یو ځل (۲۵۰۰) افغانۍ ورکړي
  8. له پښتو او دري ادبیاتو پرته د ماسټرۍ ټولو برنامو درسونه په بهرنیو (انګلیسي او عربي)  ژبو دي

د (۱۴۰۰) کال له‌پاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو شمېر او د فیس کچه

شمېره

پوهنځی

د ماسټرۍ برنامې نوم

د یوه سمستر فیس

۱

 

اقتصاد

اداره او  تجارت

۴۵۰۰۰

۲

مالي او بانکي چارې

۴۵۰۰۰

۳

 

کرنه (زراعت)

اگرانومي

۴۵۰۰۰

۴

حیواني علوم

۴۵۰۰۰

۵

 

حقوق او سیاسي علوم

نړیوالې اړیکې

۴۵۰۰۰

۶

عامه اداره او پالیسي

۴۵۰۰۰

۷

 وترنري

کلینیکي طب

۴۵۰۰۰

۸

 

کمپیوټر ساینس

معلوماتي سیسټمونه

۴۵۰۰۰

۹

معلوماتي ټیکنالوژي

۴۵۰۰۰

۱۰

فزیک

اتومي فزیک

۴۵۰۰۰

۱۱

انجنیري

الکټرونیک او د برېښنا انجنیري

۴۵۰۰۰

۱۲

ریاضي

ریاضیات

۴۰۰۰۰

۱۳

ټولنیزعلوم

جندر او د ښځو مطالعات

۴۰۰۰۰

۱۴

 

شرعیات

تفسیر او حدیث

۳۵۰۰۰

۱۵

قانون او شریعت

۳۵۰۰۰

۱۶

ارواپوهنه او تربیتي علوم

ښوونیز مدیریت

۳۵۰۰۰

۱۷

 

ژبې او ادبیات

پښتو

۳۰۰۰۰

۱۸

دري

۳۰۰۰۰

۱۹

عربي

۳۰۰۰۰

۲۰

هنرونه

تجسمي هنرونه

۲۵۰۰۰

  

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۵:۱
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

موضوع: اطلاع عقد قرارداد پروژه تهیه و تدارک قرطاسیه جات و مواد تنظیفاتی مورد ضرورت شفاخانه تدریسی علی آباد بابت سال مالی 1404.

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

اعلان نتایج امتحانات مراحل عالیه وعالمیه

به تمام علمای کرام ولایت‌های غور، دایکندی و بدخشان که در امتحانات شش ‌روزه مراحل عالیه و عالمیه ماه شوال سال ۱۴۴۶هـ.ق اشتراک کرده و موفق شده‌اند، اطلاع داده می‌شود که می ‌توانند نتایج . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۶:۰
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد پروژه تدارک 243 قلم ادویه جات مورد ضرورت آمریت پولی کلینیک و امور صحی وزارت تحصیلات عالی:

    بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون . . .

بازگشت به اطلاعیه ها