د لېسانس په کچه د قزاقستان بورسونو اعلان!

Akmal_admin

Due

-

Location قزاقستان

د قزاقستان حکومت سږکال د طبي څانګو پرته په بېلابېلو څانګو کې د لېسانس  په کچه  14 بورسونو اعلان کړي دي.

اړین اسناد:
د ښوونځي شهادت نامه چې د نمرو مجموعه یې ۷۰ سلنه وي لرل. ( د شهادت نامې نه لرلو په صورت کې په انګلیسي ژبه د ښوونځي درې کلنې نمرې چې د ښوونځي، شهادت نامې او نتایجو ریاست لخوا تایید شوې وي، شریکولی شي.)
د پاسپورت او یا بريښنايي پېژند پاڼې لرل. ( هغه داوطلبان چې کاغذي تذکرې لري، لیست به یې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت ته واستول شي او که په ازموینه کې شامل نه شول د شکایت حق نه لري.)
ټول هغه داوطلبان چې په شرایطو برابر دي خبر ورکول کېږي، چې د ثبت نام لپاره د لوړو زده کړو  وزارت د عمومي پذیریش په تالار کې، د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم ریاست اړوند (۱۵) غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره تشریف راوړي او خپل اسناد تر 1401/3/8 نیټې پورې تکمیل او بیا ځلې وسپاري.
 
داوطلبان به له ازموینې وروسته بورسونو ته بریالي کېږي او بریالیو کاندیدانو ته به د قزاقستان هېواد له لوري یوه اندازه جیب خرچ، چې د قزاقي محصلینو د معاش برابر وي ورکول کېږي.
او هغه محصلین چې د تحصیل په جریان کې له ۷۰ سلنې کمې نمرې واخلي، یاد مبلغ پیسې نه ورکول کېږي.
همدارنګه د قزاقي لوري په وینا، تنها تحصیلي درس وړیا دی او د لیلې لګښت به له هغه جیب خرچ څخه ورکوي ، چې د قزاقستان هېواد له لوري دوی ته ورکول کېږي او نور لګښتونه په خپله د محصل په غاړه دي.

آخرین بورسیه ها

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۷:۴۶
Background image

د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د روسيې فدراتیف هېواد د 2023- 2024 کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په افغانستان کې د روسيې فدراسیون سفارت د ملي کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه، د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې 500 سيټه بورسونه وړاندې کوي، د روسيې په تحصيلي . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۶:۳۷
Background image

د سارک همکاریو سازمان په چوکاټ کې د بنګله دېش هېواد د بورسونو خبرتیا!

د بنګله دېش ډاکې پوهنتون د سارک غړو هېوادونو داوطلبانو ته په ماسټري کچه د طبي علومو شپږمې دورې معلولینو متخصصینو لپاره د ۲۰۲۲ـ  ۲۰۲۳ کال کې د تحصیلي بورسونو خبر ورکوي.  
د بورس شرایط:
1 . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۷:۵۱ مالیزیا
Background image

د ماسټري او دوکتورا په کچه د مالیزیا تحصیلي بوروسونو خبرتیا !

د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت د ماسټري او دوکتورا په کچه، د لاندې شرایطو لرونکو نوماندانو لپاره د ۱۰۰تحصیلي بوروسونو خبر ورکړی دی. 
د بورسونو شرایط: 
۱ـ د نوماند عمر د ماسټري لپاره تر ۴۰ . . .