د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هند ویشوا کرما د پونه ښار پوهنتون تحصیلي بورسونو خبرتیا!

baqir_admin
ل

Due

-

په انجنیرۍ څانګو، اداره، ساینس، سوداګرۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، طراحۍ، ښکلو هنرونو، ژورنالېزم، ټولیزې اړیکې، قانون او نورو برخو کې  د لېسانس او ماسټري په کچه د هند ویشوا کرما د پونه ښار پوهنتون تحصیلي بورسونه په ٪۵۰ تحصیلي ځانګړي تخفیف سره چې له دې ډلې یوازې یو بورس ٪۱۰۰ وړیا دی، د افغانستان اتباعو لپاره خبر ورکړی دی.  

شرایط او د اړتیا وړ اسناد:

الف: د لېسانس لپاره:

ـ شهادتنامه او د ښوونځي دورې درې کلنې نومرې چې له %۷۰ کمه نه وي.

ـ د تابعیت پېژندپاڼه

ـ تحصیلي پاسپورټ

ـ د پاسپورټ په سایز یو عکس

ب: د ماسټري لپاره:

ـ ډیپلوم او د لېسانس دورې د نومرو ټرانسکرېپڼ، چې له ۶۵% کمه نه وي.

ـ د تابعیت پېژندپاڼه

ـ تحصیلي پاسپورټ

ـ د پاسپورټ په سایز یو عکس

نو ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکولو کېږي، چې که غواړي په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي، نو د فورمونو تر لاسه کولو او نوملیکنې لپاره کولای شي د لوړو زده کړو وزارت منښت ۲۱مې غرفې ته له خپلو اسنادو سره ورشي او د ۲۰۲۱کال د مې تر ۳۰مې چې د ۱۴۰۰کال د غبرګولي ۹مې سره سمون لری، بېرته دغه وزارت وسپاري.

دانلود

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .