د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ او کندز ولایتونو د دیني جامعاتو لپاره د استادانو د جذب له بهیر څخه څارنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د بلخ او کندز ولایتونو دیني جامعاتو لپاره د استادانو د جذب ازموینې له بهیر څارنه وکړه، چې یادې ازموینې د بلخ ولایت په دیني جامعه کې روانې دي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یادې ازموینې څخه د څارنې پرمهال وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو د مهربانۍ او شفقت پر بنسټ د هېواد په شپږو زونونو کې دیني جامعات ایجاد شول.
د هغه په وینا دا دیني جامعات په افتاء او قضا کې دوه کلن تخصصي درسونه وړاندې کوي او فارغانو ته یې د دوکتورا معادل سند ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې په بلخ او کندز ولایتونو کې دیني جامعاتو لپاره د استادانو د جذب په یاده ازموینه کې ۵۲ کسانو برخه اخیستې، چې ۸ تنه به یې د تحریري او تقریري ازموینو او د علمي سمینار له وړاندې کولو وروسته وګمارل شي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د شوال المکرم ۹ مه
۱۴۰۴ هـ.ش د وري ۱۸ مه
۲۰۲۵ م د اپرېل ۷ مه