د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته د دې وزارت علمي معین په مشرۍ ترسره شوه.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۵:۰
Vhijfcbj

 

د ناستې په پیلیزه وینا کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د روان کال په اوږدو کې د لوړو زده ‌کړو وزارت اړوند د علمي برخو د انکشافي او پراختیايي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او په علمي او اکاډمیکو برخو کې یې پر لا زیاتو کارونو او هڅو ټینګار وکړ.

ورپسې له اجنډا سره سم د تېرو ناستو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د شورا غړو د علمي سرغړونو د پلټنې او ارزونې پر کړنلاره بحث وکړ.

دغه راز د هېواد د تحصيلي بنسټونو د یو شمېر استادانو د دندې استحصال، علمي کادر غړو د رخصتۍ مودې او په نورو بېلا بېلو علمي او اکاډمیکو موضوعاتو بحثونه او اړینې پرېکړې وشوې.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ ق د صفرالمظفر ۲۹ مه

 ۱۴۰۳ هـ ش د سنبلې ۱۲ مه

  ۲۰۲۴ م د سپټمبر ۲ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS