د کابل طبي علومو پوهنتون ۸۳ تنه محصلین د طب پوهنځي له نظري زده کړو څخه فارغ شول.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل طبي پوهنتون محصلینو، استادانو او د محصلینو کورنیو ته مبارکي وویله او د طب علم په ارزښت یې د ټینګار کولو ترڅنګ وویل: "د طبابت علم له دیني علومو وروسته تر ټولو مهم علم دی او دا د الله تعالی یوه ځانګړې پرزوینه او ډالۍ ده چې تاسو ته یې د طب په برخه کې علم درکړی".
هغه همدا راز وويل، چې هر ډاکټر، انجنير، استاد او نور بايد خپلې چارې د اسلامي شريعت مطابق پرمخ يوسي.
دغه راز د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني محصلینو ته مبارکي وویله، د لوړو زده کړو وزارت کړنې یې وستایلې او د علم څخه د استفادې په اړه یې خبرې وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب او د دغه وزارت د محصلانو چارو معين مفتي محمد طاهر احمد محصلانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او محصلینو ته یې د خپلو زده کړو د دوام او د تخصصي پروګرامونو د تعقیب په اړه لارښوونې وکړې.
ورپسې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاکټر اسدالله نجات هم د محصلینو په فراغت خوښي څرګنده کړه او د طب په برخه کې یې د ابو علي ابن سینا د ابتکاراتو په اړه معلومات ورکړل.
په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې او ډالۍ ورکړل شوې