د غزني تخنیکي پوهنتون څخه ۱۲۰ تنه انجینران فارغ شول

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۴:۳۸
kjdsadkjklsa


په دغو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د غزني ولایت مسوولینو، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د محصلانو کورنیو برخه اخیستې وه، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: «د هېواد راتلونکی په تاسو پورې اړه لري، د خپلو ملي او دیني مسولیتونو په پام کې نیولو سره د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلئ».
هغه زیاته کړه چې، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هیواد پرمختګ او هوساینې ته ژمن دی او د اسلامی شریعت پر اساس هېوادوالو ته خدمتونه وړاندي کوي.
سرپرست وزیر وویل، د ملت د دین او دنیا په ساتنه کې د نظام د بریالیتوب راز دا دی چې زموږ قانون او لارښونه د خدای پاک سپیڅلی کتاب دی، په دغه لاره کې باید استقامت ولرو، د نورو د ګټو لپاره خپله مقدسه لاره بدله نه کړو.
ورپسې د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي او نورو ویناوالو خبرې وکړې او فارغو شویو محصلانو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ هغوی د هېواد پرمختګ او ابادۍ ته وهڅول.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


موضوع: د علمي پروګرامونو د پراختیا ریاست یو باب تشناب جوړولو تهیه او تدارک پروژه.
په دې توګه د تدارکاتو قانون د(۴۳)  مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۶:۲۱
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د  (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، د (بدخشان، تخار او کندز) پوهنتونو د ښوونې او روزنې پوهنځیو . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۷:۴۴
Background image

لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د شعبان ٢٦نیټې دماسټري اسنادو د اروزنې پایلې اعلان

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د شعبان ٢٦نیټې دماسټري اسنادو د اروزنې پایلې اعلان کړې.
ریاست عمومی جامعات و تخصصات دینی وزارت تحصیلات عالی نتایج امتحان ارزیابی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۷:۴۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د وزارت له کارکوونکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې خپلو کارونو ته زیاته پاملرنه وکړي او د نن کار سبا ته پرېنږدي.


د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په هغه کتنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت له کارکوونکو سره یې درلوده، د کارکوونکو د کاري چارو پر دقت او چټکتیا ټینګار وکړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۵:۳۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بریتانوۍ ټایمز لوړو زده کړو مجلې په «غوره پوهنتونونه چې په ۲۰۲۴ کې د اقلیمي بدلون کمول رهبري کوي» درجه بندۍ کې ۱۰۱ام مقام خپل کړ.


په دغې درجه بندۍ کې چې له ۱۰۳ هېوادونو څخه ۹۲۴ پوهنتونونو ګډون درلود، د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۱۰۱ام ځای خپل کړ.
ټایمز لوړو زده کړو مجله (Times Higher Education) یو بریتانوۍ مجله ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۶:۲۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.


دغه ښوونیز ورکشاپ چې د بشري سرچینو ریاست له خوا جوړ شوی و، د اداري جوړښت، د لوړو زده کړو وزارت د اهدافو، د اداري طرزالعملونو د پلي کولو څرنګوالی، اداري مکتوب، د اسنادو مدیریت، د. . .

BACK TO NEWS