د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

baqir_admin
ل

د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو محصلینو د پام وړ!

د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د کرونا واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده.

په دې توګه له ټولو محصلینو څخه غوښتنه کېږي چې د حضوري درسونو تر پیل وړاندې واکسین ترلاسه کړي.

ـ هغه محصلین چې په ولایتونو کې دي، په اړوند ولایتونو کې پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو یا هم روغتیايي مرکزونو ته ورشي او ځانونه واکسین کړي.

ـ هغه محصلین چې په مرکز کې دي، په اړوند مرکزي پوهنتون کې ځانونه واکسین کړي.

ـ ټول محصلین باید ټولګیو ته تر ستنېدو وړاندې د واکسین کارتونه له ځان سره ولري.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې د کرونا ګواښ تر ۳۵ سلنې کم دی، دولتي پوهنتونونو او لوړه زده کړو موسسو کې حضوري درسونه د زمري میاشتې په ۱۶مه او خصوصي پوهنتونونو او لوړه زده کړو موسسو کې د زمري په ۴مه پیلېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د تبدیلیو بهیر پای ته رسېدو اړوند د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا


د امارتي تحصیلي بنسټونو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۲هـ.ش کال په (جدي او دلو) میاشتو کې د تبدیلیو پیل شوي بهیر موده رسماً پای ته رسېدلې ده. 
نو له ټولو درنو محصلینو . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره د امنيتي کمرو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۵:۴۶
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د ( هرات، کندز، بلخ او پکتیا ديني . . .

Back to announcements