د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو محصلینو د پام وړ!
د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د کرونا واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده.
په دې توګه له ټولو محصلینو څخه غوښتنه کېږي چې د حضوري درسونو تر پیل وړاندې واکسین ترلاسه کړي.
ـ هغه محصلین چې په ولایتونو کې دي، په اړوند ولایتونو کې پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو یا هم روغتیايي مرکزونو ته ورشي او ځانونه واکسین کړي.
ـ هغه محصلین چې په مرکز کې دي، په اړوند مرکزي پوهنتون کې ځانونه واکسین کړي.
ـ ټول محصلین باید ټولګیو ته تر ستنېدو وړاندې د واکسین کارتونه له ځان سره ولري.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې د کرونا ګواښ تر ۳۵ سلنې کم دی، دولتي پوهنتونونو او لوړه زده کړو موسسو کې حضوري درسونه د زمري میاشتې په ۱۶مه او خصوصي پوهنتونونو او لوړه زده کړو موسسو کې د زمري په ۴مه پیلېږي.