د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست ودانۍ پرانېسته وشوه.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۴:۲۱
T

د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست ودانۍ پرانېسته وشوه.

په همدې موخه جوړه شوې  غونډه کې چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ خالد حنفي، د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر، د علومو اکاډمۍ رئیس شیخ فرید، يو شمیر علماء کرامو، د اداراتو رئیسانو، مسؤلینو او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.

T

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني ټولو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل،" د ا.ا.ا له فتحې وروسته موږ په دې هڅه کې وو، چې د علماء کرامو د اسنادو ارزیابي او د تخصصاتو په برخه کې فعالیت ترسره کړو، چې په همدې موخه نن ورځ د یاد ریاست ودانۍ پرانېسته او د پنځو تخصصاتو ( تفسیر، حدیث، دعوت، فقه او قضا او د اسلامي اقتصاد او بانکداري.) له کاندید استاذانو ازموینه واخېستل شوه."

دغه راز سرپرست وزیر زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست چارو پیلېدو خبرتیا هم له درنو هېوادولو سره شرېکه شي.

په غونډه کې د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست ودانۍ پر پرانېسته خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، " د هېواد ابادي او پرمختګ په تعلیم او تحصیل پورې تړلې ده او نن سبا تر هر څه وړاندې تعلیمي او تحصیلي ډګرونه غښتلي کول په کار دي.

نوموړي زیاته کړه، په قرانکریم کې د اقراء(ولوله) لفظ راغلی او دا د ټولو مسلمانانو لپاره ده؛ نو باید نر او ښځې عصري او دیني زده کړې وکړي، ترڅو ژر د سیالو هېوادونو په کتار کې شامل شوو."

دغه غونډه د خیر په دعاء او یاد ریاست کې د ا.ا.ا بیرغ او لوړو زده کړو بیرغ په پورته کولو سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS