د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په فرامینو او احکامو کې دی.
محترم شیخ صاحب د رهبري شورا له غړو وغوښتل چې په لومړي قدم کې پخپله فرامین او احکام پر ځان تطبیق کړي او خپل ماتحت کارکوونکي هم ورته متوجه کړي.
وروسته له اجنډا سره سم د شورا غړو په پوهنتونونو کې د مکافاتو او مجازاتو لارښود، د کارکوونکو له لوري د دندو لایحې پوره تطبیق کولو او متوجه کولو په اړه، د مسلکي پرمختیایي مرکزونو د چارو سمون لارښود او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.