د لوړو زده کړو وزارت اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د هېواد امارتي تحصیلي بنسټنونو د نشراتو مسؤلینو لپاره، د هغوی مسلکي ظرفیت لوړونې او فکري روزنې په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۳:۳۷
rfgdsffgd

د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دې ورکشاپ د جوړولو له امله د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو ریاست څخه د مننې تر څنګ، پر تبلیغاتي جګړه، د رسنیو ارزښت او د خلکو او ټولنې پر وړاندې د امارتي رسنیو پر مسؤلیتونو خبرې وکړې. 

نوموړي زیاته کړه چې رسنۍ د خلکو او مسؤلینو تر منځ د ارتباطي پلُ حیثیت لري او هغه یې د نظام لومړۍ قوه وبللې. 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د غربي هېوادونو پر تبلیغاتو خبرې وکړې او ویې ویل چې په تېر شل کلن اشغال کې غربي هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا د واقعیت خلاف او له بېلا بېلو لارو د افغانستان خلکو او جهاد پر وړاندې تبلیغات کول او د خلکو ذهنونونه یې مغشوشول.  

دوکتور لطف الله خیرخواه د دښمن د دروغو او پروپاګند پر وړاندې د امارتي رسنیو مسؤلیت ډېر مهم وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د اسلام مبین دین له اصولو سره سم واقعیتونه بیان کړي او د دښمن د تبلیغاتي جګړې پر وړاندې په خپلو فعالیتونو کې لا ډېره هڅه وکړي. 

همدارنګه د لوړو زده  کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس قاري محمد سلیمان شریفي د یاد ورکشاپ پر ارزښت او موخې خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې ورکشاپ موخه د تحصیلي بنسټونو د نشراتي مسؤلینو ظرفیت لوړونه، د نشراتي فعالیتونو همغږي کول، فکري روزنه او د مسؤلینو له لوري د هغوی د ستونزو اورېدل دي. 

دغه راز د ا.ا.ا مرسیتال ویاند بلال کریمي د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «د ا.ا.ا نشراتي پالیسي د اسلام پر اساساتو، منطق، وقار او ملي ارزښتونو ولاړه ده.» نوموړي زیاته کړه چې د ا.ا.ا په نشراتي پالیسۍ کې هغو خبرونو ته ځای نشته چې قومي، مذهبي، ژبنیو او سیمه ییزو تعصوبونو ته لمن وهي او په ټولنه کې ستونزې راولاړوي.

ښاغلي کریمي وویل چې د اشخاصو بې احترامي، سپکاوی او همدارنګه د دیني او ملي ارزښتونو سپکاوی د اسلامي نظام له نشراتي پالیسۍ سره په ټکر کې دي، چې باید ډډه ترې وشي. 

وروسته د کابل پوهنتون استادانو پوهنیار ننګیالی ننګیال د ویډیو ګرافي او پوهنوال دوکتور شفیق وردګ د خبر پر معیارونو او ارزښتونو، د کابل طبي علومو پوهنتون د نشراتو امر صبغت الله سجاد د اسلامي رسنیزو اخلاقو او ویډیویي راپور او د باختر خبري اژانس رئیس مولوي ضیاء الحق حقمل په نشراتي فعالیتونو کې اړینې سپارښتنې په برخو کې خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.  

د یادولو وړ ده چې دغه ورکشاپ د کابل پوهنتون په امام قتیبه (رح) تالار کې جوړ شوی، چې سبا به هم دوام وکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS