د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Sggvhkklnf

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او له هغوی سره د دایمي استادانو ګمارنې په پروسو کې د اسانۍ په موخه ناسته ترسره شوه. 

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په دنیوي او اخروي چارو کې پر عدالت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خلکو حقونو مراعاتول له خلکو سره عدالت دی او د الله تعالی اوامرو عملي کول او له نواهیو څخه یې ډډه کول له الله تعالی سره عدالت دی. 

محترم شیخ صاحب وویل چې پر جنایت کوونکي رحم کول جنایت ته لار هوارول دي او موږ په هغه صورت کې له جنایت کوونکي سره اساني کولی شو، چې ټولنې ته پکې زیان نه وي.

وروسته د غونډې ګډونوالو په خصوصي پوهنتونونو کې د دایمي استادانو اړوند پروسو په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې. 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د شوال المکرم ۱۵ مه

۱۴۰۴ هـ.ش د وري ۲۴ مه

۲۰۲۵ م د اپرېل ۱۳ مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

BACK TO NEWS