د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ننګرهار پوهنتون کې ۲۲ بېلا بېلې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي د یادو پروژو د پرانیستې تر څنګ، د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون مسؤلینو، ولایتي ادارې مسؤلینو، امنیې قومندان، استادانو او محصلینو سره ناسته وکړه. په پیل کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ۲۲ رغنیز پروژو تکمیل، د وزارت له لوري د کرنې په برخه کې د دریو ماسټري برنامو منظوري، د نړیوال ژورنال ایجاد او د ستوماتولوژي پوهنځی منظورۍ یې په تېر یوه کال کې د دغه تحصیلي بنسټ مهمې لاسته راوړنې وبللې او په یادو لاسته راوړنو کې یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له همکارۍ څخه مننه وکړه.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو لاسته راوړنو له امله د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي او استادانو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د هر ډول ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدا راز نوموړي د ننګرهار پوهنتون د «اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس» د بودیجې وړاندیز منظور او د پوهنتون رهبرۍ ته يې ډاډ ورکړ، چې په پوره اطمینان او د معیارونو په نظر کې نیولو سره دې نړیوال کنفرانس ته تیاری ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د محصلینو له هغې نندارتون څخه هم لیدنه وکړه، چې د هغوی له خوا جوړ شوي موډلونه او اختراعات پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.