د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لغمان ولایت ته سفر وکړ او د سفر پر مهال یې څه باندې ۵ میلیون افغانیو په لګښت د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی راډیو افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی مسؤلینو په وینا؛ دغه راډیو د محصلینو د عملي کارونو په موخه جوړه شوه، چې له هغوی سره به په عملي چارو کې ډېره مرسته وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یادې پروژې د پرانیستې تر څنګ، یوې سترې غونډې ته وینا وکړه، چې د لغمان والي، د علماوو شورا رئیس، د ولایتي ادارې مسؤلینو، د پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون پکې کړی و.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصلین او استادان د علم پرمختګ او په خپلو درسونو کې کوښښ ته وهڅول او ترې ویې غوښتل چې خپل هېواد پخپله جوړ کړي. نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت رهبري په هېواد کې د لوړو زده کړو پرمختګ ته ژمنه ده او په دې ډګر کې یې زموږ هر ډول غوښتنې منلي دي.»
همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لغمان پوهنتون مشرتابه پلاوي او پوهنځيو له رئیسانو سره په ځانګړې ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل، چې د لغمان پوهنتون مسؤلینو له سرپرست وزیر څخه د کمپیوټر ساینس او وترنري پوهنځيو د ایجاد، د ناستو تالار جوړول او یو شمېر پروژو د ترمیم غوښتنه وکړه، چې ځينې یې ورته منظور کړې او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې د ماسټري برنامو د ایجاد لپاره کار وکړي.