د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون کارمندانو ته په ځانګړي اصلاحي مجلس کې وینا وکړه.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۹:۳۳
ططططططططططططططط


د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په همغږۍ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون کارمندانو ته د کابل پوهنتون په تمیم انصاري تالار کې د سهار له ۷:۳۰ تر ۹:۰۰ بجو بورې په اصلاحي مجلس کې وینا وکړه.
سرپرست وزیر پر صبر، اطاعت، بې‌اطاعتۍ، د لمونځ ارزښت، مسؤلیتونو، بیت المال، اخلاص او یو څو نورو موضوعاتو خبرې وکړې. هغه کاروونکو ته په خطاب کې وویل چې، د مراجعینو کارونه په وخت ترسره کوئ او په کارونو کې ورسره اساني کوئ.
نوموړي زیاته کړه چې، تاسو ته درسپارل شوي مسؤلیتونه امانتونه دي پکې خیانت مکوئ او د خپلو امرانو اطاعت کوئ ځکه چې بې‌اطاعتي نفاق رامنځته کوي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.
نېټه: چهارشنبه 
۱۵/۱/۱۴۴۵ هـ ق ۱۱/۵/۱۴۰۲ هـ ش ۲/۸/۲۰۲۳ م

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS