د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د فریلانسینګ تخصصي پروګرام څخه د ۴۴ تنو متخصصینو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په یاد پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د خصوصي او امارتي تحصیلي بنسټونو او د خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی و.
په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ځوانانو پر ځواک او مسؤلیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «ځوانان ډېره انرژي، د دیني او عصري زده کړو لپاره فکري او بدني قوت لري.»
نوموړي زیاته کړه چې موږ له پوهنتونونو څخه د فارغېدونکو محصلینو لپاره د کاري فرصتونو په لټه کې یو او د هغوی لپاره مو د کارموندې په برخه کې همېشه له نورو وزارتونو او ادارو څخه د همکارۍ غوښتنې کړي دي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو پر دوام د اسلامي نظام مکلفیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نظام باید د خپلو خلکو امنیت او عزت وساتي، تر منځ یې عدالت تأمین کړي او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په هېواد کې پر روانو چارو خوښي وښوده او له ځوانانو یې وغوښتل چې د خپل هېواد د آبادۍ لپاره په اخلاص کار وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت او د یو شمېر خصوصي شرکتونو استازو په انلاین ډول د کار کولو پر ګټو او په هېواد کې یې د فریلانسینګ پروګرامونو پر ایجاد خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دغه درې میاشتني پروګرام کې ۴۴ تنو تخصصي زده کړې وکړې او له فراغت وروسته به د هېواد په ټولو زونونو کې ځوانانو ته د فریلانسینګ په برخو کې زده کړې ورکوي.