د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

eshaq_admin
fdfsdfs

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو له ټولو استادانو، څېړونکو، کارپوهانو او د هېواد د اړوندو ادارو څخه غوښتل کېږي، چې په ياد کنفرانس کې د ګډون په موخه خپلې علمي – څېړنيزې مقالې چې د بلنې له محور سره برابرې وي، ذکر شوي پتو ته یې واستوي.
د کنفرانس مؤخې:
په علمي بڼه د افغانستان د طبيعي زېرمو څېړنه؛
د افغانستان په دوامدار پرمختګ کې د طبيعي زېرمو د مديريت د پاليسۍ طرحه؛
د طبيعي زېرمو سوداګري او د استخراج  مناسبه لار؛
د سيمې په کچه د طبيعي زېرمو له اړخه د افغانستان د اقتصادي پراختيا تثبيت؛
د هېواد په اقتصادي پراختيا کې د طبيعي زېرمو رول؛ 
د هېواد په اقتصادي پراختيا کې د شاړو ځمکو د بيا ژوندي کولو  اغېز؛
د څړځايونو پر سرشخړې  رامنځته کيدل، د هغه د ارزونه او تشخيص لپاره شرعي لار موندنه؛
اصلي محورونه:
په دوامدار پرمختګ کې د طبيعي زېرمو څخه ګټه اخيستنه؛
د طبيعي او غير طبيعي زېرمو  د بيا کتنې اړتياوې ؛
د کرنې او مالدارۍ په پرمختګ کې د طبيعي زېرمو رول؛
چاپيريال ساتنه او په دوامدار پرمختګ کې د طبيعي زېرمو مديريت؛
د افغانستان معادن؛
طبيعي زېرمې او د اقتصاد په پرمختګ کې د هغه رول؛
د اسلامي فقې له نظره د کوير( مړو خاورو او ځمکو) احياء او د اقتصاد په پرمختګ کې د هغه رول؛
د اسلام له نظره د ټولنې په هوساينه کې د نباتاتو رول؛
د څړځايونو په اړه د اسلام دريځ؛
د مقالو د ترلاسه کولو نهايي نېټه: ۱۵/ ۵/ ۱۴۰۳ لمريز- مطابق ۳۰ / ۱ / ۱۴۴۶ قمري؛
د کنفرانس د دايرولو وخت: درې ورځې
د ارايه کولو ځای:  تخار پوهنتون؛
د مقالو د ارايه کولو مېتود: حضوري او آنلاين؛
د مقالو نشر: د لوړ کيفيت منل شوې مقالې د دغه علمي بنسټ په مالي لکښت په نړيوال معتبر ژورنال کې خپريږي، نورې منل شوې مقالې د تخار پوهنتون په علمي مجله کې نشر کيږي؛
اړیکې شمېرې: 0704827711 - 0700737007
 واتساپ: 0704827711 – 0700737007
وبپاڼه: www.tu.edu.af 
بریښنالیک: info@tu.edu.af – conference2024@takhar.gov.af 
د دغه کنفرانس د علمي او څېړنيزو مقالو د اصلي او فرعي محورونو د موندنې او د ليک لارښود، لپاره لاندې لينک کېکاږئ.
https://tu.edu.af/dr/media/38           https://tu.edu.af/dr/media/39

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements