د علي آباد تدريسي روغتون په چوکاټ کې د ۲۰ ميليون افغانيو په ارزښت داخله او سرطاني ناروغيو جراحي وارډ د مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې تړاو مراسمو کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون کې ترسره شو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون له دې نوښت ستاینه وکړه او سرطاني ناروغيو د ستونزو په حل کې يې ګټور ګام وباله.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې سرطاني ناروغي د وژونکو ناروغيو څخه ده او درملنه يې په زیاتو لګښتونو ترسره کېږي، چې په دې برخه کې زموږ خلک د جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي وويل: « د افغانستان اسلامي امارت د دې موضوع درک کولو سره امنيت، اقتصاد، خلکو ته د کار غوره زمېنې برابرولو ترڅنګ روغتيايې سکتور ته هم توجه کړې ده او هڅه کوي چې د سرطان په ګډون وژونکو ناروغيو غوره درملنو زمينه مساعده کړې او خوشبختانه دې برخې ته يې هم بودېجه ځانګړې کړې ده .»
لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د نړيوالو بنسټونو او افغاني متخصصينو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړې او د افغانستان د خلکو په وړاندې خپله ايماني او انساني دنده اداء کړي.
ورپسې دکتور فضل الرحمن رحماني د سرطاني ناروغيو او له دې امله د مړينې په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې د سرطاني ناروغيو مراقبت، درملنې او د تشخيص مرکزونو پر جوړولو او مجهز کولو ټينګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د سرطاني ناروغيو تشخيص او درملنې کمپلکس جوړولو لپاره نړيوال اتومي سازمان په مرسته کړې وه چې د ودانۍ جوړولو چارې يې ۸۰ سلنه سرته رسېدلي او د افغانستان اسلامي امارت حاکميت سره يې پاتې ۲۰ سلنه چارې هم شروع شوې دې، چې ټاکل شوې د دې کال تر اخيره بشپړې شي، نوموړي همداراز څرګنده کړه چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون لازمه وګڼله چې د خپلو امکاناتو په نظر کې نېولو سره داخله او سرطاني ناروغيو څانګه رامنځ ته کړه چې خوشبختانه له جملې څخه يې د داخله او جراحۍ څلور مهمې څانګې افتتاح او په راتلونکي کې به تشخيصيه او شعاع څانګې هم جوړې شي.
ورپسې د ناروي هېواد اسلو پوهنتون استاد او د سرطاني ناروغيو متخصص دکتور محمد نذير نعيمي د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې، د کابل د طبي علومو پوهنتون د قدردانۍ ترڅنګ یې په دې برخه کې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو ترمنځ د ظرفیتونو په لوړولو او ګډ کار ټینګار وکړ.
همدارنګه د عامي روغتيا وزارت معالجوي طب رئيس ډاکټر احمد سير پاڅون هم خبرې وکړې، د کابل طبي علومو پوهنتون دغه اقدام يې نیک ګام وباله او زیاته يې کړه چې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د اړونده وزارتونو مسلکي مرستې ډېرې اړينې دي.
د علي آباد تدريسي روغتون رئيس عبدالمطلب شينواري په وينا د دې روغتون د داخله او سرطاني ناروغيو جراحي وارډ چې د ICRC، WHO نړيوالو موسسو او لوړو زده کړو وزارت په مالي مرسته مجهز شوی دی، د ۲۰ بسترونه لري چې د لا زیاتو همکاريو په صورت کې د زیاتوالي ظرفيت لري.
نوموړي همدا راز د ملي، نړيوالو بنسټونو او د هېواد شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې د سرطان درملنې مجهز مرکز جوړولو کې د کابل طبي علومو پوهنتون سره مالي مرسته وکړي، څرنګه چې ياد پوهنتون په دې برخه کې لومړني قدمونه اخيستي د ښه کادرونو په درلودلو سره کولای شوې چې د هېواد په داخل د دې ناروغۍ غوره درملنې اسانتیاوې برابرې کړې