د علي آباد تدريسي روغتون په چوکاټ کې د ۲۰ ميليون افغانيو په ارزښت داخله او سرطاني ناروغيو جراحي وارډ د مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ameen_admin
خميس, مايو 11 2023 3:51 صباحا
dfgdgdggfdgd

په دې تړاو مراسمو کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون کې ترسره شو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون له دې نوښت ستاینه وکړه او سرطاني ناروغيو د ستونزو په حل کې يې ګټور ګام وباله.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې سرطاني ناروغي د وژونکو ناروغيو څخه ده او درملنه يې په زیاتو لګښتونو ترسره کېږي، چې په دې برخه کې زموږ خلک د جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي وويل: « د افغانستان اسلامي امارت د دې موضوع درک کولو  سره امنيت، اقتصاد، خلکو ته د کار غوره زمېنې برابرولو  ترڅنګ روغتيايې سکتور ته هم توجه کړې ده او هڅه کوي چې د سرطان په ګډون وژونکو ناروغيو غوره درملنو زمينه مساعده کړې او خوشبختانه دې برخې ته يې هم بودېجه ځانګړې کړې ده .»
لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه د نړيوالو بنسټونو او افغاني متخصصينو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړې او د افغانستان د خلکو په وړاندې خپله ايماني او انساني دنده اداء کړي.
ورپسې دکتور فضل الرحمن رحماني د سرطاني ناروغيو او له دې امله د مړينې په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې د سرطاني ناروغيو مراقبت، درملنې او د تشخيص مرکزونو پر جوړولو او مجهز کولو ټينګار وکړ. 
نوموړي زیاته کړه چې د سرطاني ناروغيو تشخيص او درملنې کمپلکس جوړولو لپاره نړيوال اتومي سازمان په مرسته کړې وه چې د ودانۍ جوړولو چارې يې ۸۰ سلنه سرته رسېدلي او د افغانستان اسلامي امارت حاکميت سره يې پاتې ۲۰ سلنه چارې هم شروع شوې دې، چې ټاکل شوې د دې کال تر اخيره بشپړې شي، نوموړي همداراز څرګنده کړه چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون لازمه وګڼله چې د خپلو امکاناتو په نظر کې نېولو سره داخله او سرطاني ناروغيو څانګه رامنځ ته کړه چې خوشبختانه له جملې څخه يې د داخله او جراحۍ څلور مهمې څانګې افتتاح او په راتلونکي کې به تشخيصيه او شعاع څانګې هم جوړې شي. 
ورپسې د ناروي هېواد اسلو پوهنتون استاد او د سرطاني ناروغيو متخصص دکتور محمد نذير نعيمي د يادې موضوع په اړه خبرې وکړې، د کابل د طبي علومو پوهنتون د قدردانۍ ترڅنګ یې په دې برخه کې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو ترمنځ د ظرفیتونو په لوړولو او ګډ کار ټینګار وکړ. 
همدارنګه د عامي روغتيا وزارت معالجوي طب رئيس ډاکټر احمد سير پاڅون هم خبرې وکړې، د کابل طبي علومو پوهنتون دغه اقدام يې نیک ګام وباله او زیاته يې کړه چې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د اړونده وزارتونو مسلکي مرستې ډېرې اړينې دي.
د علي آباد تدريسي روغتون رئيس عبدالمطلب شينواري په وينا د دې روغتون د داخله او سرطاني ناروغيو جراحي وارډ چې د  ICRC، WHO نړيوالو موسسو او لوړو زده کړو وزارت په مالي مرسته مجهز شوی دی، د ۲۰ بسترونه لري چې د لا زیاتو همکاريو  په صورت کې د زیاتوالي ظرفيت لري.
نوموړي همدا راز  د ملي، نړيوالو  بنسټونو او  د هېواد شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې د سرطان درملنې مجهز مرکز جوړولو کې د کابل طبي علومو پوهنتون سره مالي مرسته وکړي، څرنګه چې ياد پوهنتون په دې برخه کې لومړني قدمونه اخيستي د ښه کادرونو په درلودلو سره کولای شوې چې د هېواد په داخل د دې ناروغۍ غوره درملنې اسانتیاوې برابرې کړې

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS