د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست اړوند د عبدالله بن مسعود د تخصصاتي جامعې پروګرامونو لنډ راپور.

Akmal_admin
sd

 15جوزا1401

د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست اړوند د عبدالله بن مسعود د تخصصاتي جامعې پروګرامونو لنډ راپور.

یاد مرکز د امیرالمؤمنین حضرت شیخ هبة الله "اخندزاده" حفظه الله په حکم د محصلانو او فاضلانو د علمي او فکري ظرفیت لوړولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د تخصاتو (ماسټرۍ) زده کړو لپاره جوړ شوی دی.

هغه پروګرامونه چې د دې ریاست تر چتر لاندې جوړ شوي عبارت دي له؛ ( تفسیر تخصص او د قراني علومو تخصص، حدیث او د احادیثو علوم، د افتاء او قضا تخصص، د دعوت او ارشاد تخصص، د اقتصاد تخصص او اسلامي بانکداري) پکې شامل دي.

د استادانو د استخدام په برخه کې، د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست د ازادې سیالۍ له لارې له شاوخوا اتیا تنو دواطلبانو څخه، چې د تخصص او د معتبرو علمي مرکزونو د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه یې لرل، د محترمو شیوخو هر یو محترم شهاب الدین " دلاور‍"، محترم شیخ نورالله "منیر"، محترم شیخ فریدالدین"محمود" او محترم شیخ محمد خالد"حنفي" له لورې ترې تحریري او تقریري ازموینې اخیستل شوې وې، په یادو ازموینو کې تر بریالي کېدو وروسته په دغه ریاست کې د استاذانو په حیث جذب شول.

دغه راز یاد ریاست له شاوخوا ۴۵۰ تنو څخه، چې له معتبرو مرکزونو څخه يې د احادیثو سند او يا د شرعياتو له پوهنځيو څخه د لېسانس سند درلود، په پورتنیو تخصصي څانګو کې د جذب په موخه تحریري او تقریري ازموينه اخیستل شوې وه، چې د یادو داوطلبانو تر بریالۍ ازموینې وروسته د تخصصاتو په ذکر شویو څانګو کې ګومارل شوي دي.

همدارنګه دغه رياست هغو کسانو، چې په عمومي ازموينه کې له ګډون څخه پاتې وو، د متفرقه ازموينې زمينه برابره کړې وه او له شاوخوا ٣٠٠ تنو څخه یې له نوم ليکنې وروسته تحریري او تقریري ازموينه واخيسته او ډېر ژر به يې پايلې اعلان شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements