د بنګلادیش هیواد د ښځو لپاره آسیایي پوهنتون د لیسانس دورې تحصیلي بورسونو خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

Due

-

 

د برک محترمې مؤسسې د بنګلادیش هیواد د ښځو لپاره آسیایي پوهنتون د لیسانس دورې د (۵۰) سيټونو تحصیلي بورسونو په هکله په لاندې څانګو کې لوړو زده کړو وزارت ته خبر ورکړی دی:

  • Bioinformatics (B.Ss)
  • Economics (B.A)
  • Environmental Science (B.Sc.)
  • Politics, Philosophy and Economics (BA)
  • Public Health Studies (B.Sc.)

یاد شوي بورسونه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام په لارښوونه د (۱۳۹۸) کال کانکور لوړو نمرو لرونکو خویندو لپاره ځانګړي شوي دي. بناءً هغه ښځینه نوماندانې چې نومونه یې د (۳۵۰) تنو لیسټ کې چې ددې خبرتیا سره ضمیمه دی، موجود وي، خبر ورکول کیږي چې هر څومره عاجل وي خپل اسناد (شهادتنامه او د تابعیت تذکره) تر (۲۵/ ۱۱/ ۱۳۹۸) نیټې د لوړو زده کړو وزارت (۲۱) غرفې ته د نوم ثبتولو لپاره مراجعه وکړي او همدارنګه په ورته وخت کې د برک محترمې مؤسسې د فورم اخیستلو لپاره لاندې پتې ته مراجعه وکړي:

کور نمبر (۱۹۰) څلورم سرک، آریانا کارته، د شیرینو لیسې مخامخ، کابل ښار، افغانستان، د اړېکې شمیره: ( 0093704733293 )

د یادولو وړ دی چې د نوماندانو څخه به د انګلیسي ژبې آزموینه د ښځو لپاره آسیايي پوهنتون له اړخه د برک مؤسسې د محترم دفتر په همغږۍ واخیستل شي چې نیټه او ځای به یې وروسته اعلان شي.

د نورو معلوماتو لپاره په لاندی لینک باندی  کلیک اوکړی

ډ نلوډ

آخرین بورسیه ها

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۶:۵۴
Background image

د بنګله دیش هیواد د برک پوهنتون د لیسانس په کچه د تحصیلي بورسونو خبرتیا

د بنګله دیش هیواد د برک پوهنتون  د ۲۰۲۱ میلادی کال لپاره  د ښځینه او نارینو لپاره په بیلابیلو څانګو کې د تحصیلي بورسونو د ورکړي خبر ورکړی دی.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۴:۵۰
Background image

د بنګله دېش د برک پوهنتون د ماسترۍ بورس اطلاعیه University BRAC

برک پوهنتون BRAC  University)) چې د بنګله دیش په ډاکه ښار کې موقعیت لري په ۲۰۲۱ میلادي کال کې چې د ۱۴۰۰ لیږدیز سره سمون خوري د ښځینه او نارینه و محصلینو لپاره د ماسټرۍ یو شمېر بورسونه . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۰:۴
Background image

د پاکستان هیواد د (OIC) دوکتورا او ماسټرۍ د بورسونو اطلاعيه

 د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت، دايمي نمايندګي د خپل رسمي ياددښت پر بنسټ د (OIC) غړو هیوادونو له پاره د دوکتورا او ماسټرۍ په برخه کې د پاکستان د جمهوري . . .