د بلخ پوهنتون محصلینو ته د یوې غونډې په ترڅ کې د دینې پوهې لا لوړولو په موخه اصلاحي او عقیدتي درسونه پیل شول.

په یاده غونډه کې د بلخ پوهنتون مسؤلینو، استادانو او محصلینو ترڅنګ د یاد ولایت لوړ رتبه مشرانو، د بلخ ولایت د علماوو شورا او د جهادي مدرسې مسؤلینو ګډون کړی و، چې د غونډې پیل وینا پرمهال د بلخ پوهنتون رئیس مولوي ضیاءالحق ضیاء کریمي ټولو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې دغه عقیدتي او اصلاحي درسونه د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو محصلينو لپاره د لوړو زدکړو وزارت په لارښوونه په ټول هېواد کي پیل شوي او ځوانانو ته به اغېزناک واقع شي.
ښاغلي کریمي دغه راز وویل، چې افغانستان ته د ا.ا په راتګ سره په درسي نصاب کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي، چې له دې جملې څخه د نصابونو وخت پر وخت بیا کتنې او پراختیا ترڅنګ دیني او شرعي مضامینو ته هم زياته پاملرنه شوې ده.
وروسته د بلخ مرستيال والي حاجي مولوي نورالهادي ابو ادریس او د بلخ جهادي مدرسې مسؤل شیخ نور محمد حـ.قـ.انـ.ي د خپلو خبرو پرمهال د دغه ډول اسلامي او عقیدتي پروګرامونو د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د دغه ډول پروګرامونو له لارې به د پوهنتون استادان او محصلین د لا دیني او اسلامي ارزښتونو اړوند مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
هغوی همدارنګه زیاته کړه، چې د هېواد په ټولو تحصيلي او تعليمي بنسټونو کې ځوانان د پرمختګ په لور روان دي او ټول د یو واحد او اسلامي نظام تر چتر لاندې پر زدکړو بوخت دي.