د بلخ پوهنتون محصلینو ته د یوې غونډې په ترڅ کې د دینې پوهې لا لوړولو په موخه اصلاحي او عقیدتي درسونه پیل شول.

ameen_admin
أحد, سبتمبر 10 2023 5:06 صباحا
jkhdsfjkdsjkfkjs


په یاده غونډه کې د بلخ پوهنتون مسؤلینو، استادانو او محصلینو ترڅنګ د یاد ولایت لوړ رتبه مشرانو، د بلخ ولایت د علماوو شورا او د جهادي مدرسې مسؤلینو ګډون کړی و، چې د غونډې پیل وینا پرمهال د بلخ پوهنتون رئیس مولوي ضیاءالحق ضیاء کریمي ټولو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې دغه عقیدتي او اصلاحي درسونه د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو محصلينو لپاره د لوړو زدکړو وزارت په لارښوونه په ټول هېواد کي پیل شوي او ځوانانو ته به اغېزناک واقع شي.

 ښاغلي کریمي دغه راز وویل، چې افغانستان ته د ا.ا په راتګ سره په درسي نصاب کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي، چې له دې جملې څخه د نصابونو وخت پر وخت بیا کتنې او پراختیا ترڅنګ دیني او شرعي مضامینو ته هم زياته پاملرنه شوې ده.

وروسته د بلخ مرستيال والي حاجي مولوي نورالهادي ابو ادریس او د بلخ جهادي مدرسې مسؤل شیخ نور محمد حـ.قـ.انـ.ي د خپلو خبرو پرمهال د دغه ډول اسلامي او عقیدتي پروګرامونو د پیل هرکلی وکړ  او ویې ویل، چې د دغه ډول پروګرامونو له لارې به د پوهنتون استادان او محصلین د لا دیني او اسلامي ارزښتونو اړوند مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

هغوی همدارنګه زیاته کړه، چې د هېواد په ټولو تحصيلي او تعليمي بنسټونو کې ځوانان د پرمختګ په لور روان دي او ټول د یو واحد او اسلامي نظام تر چتر لاندې پر زدکړو بوخت دي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS