د امارتي تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د څېړنو او نوښتونو تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۴:۴۸
kldfjsksdkjfsd


یاد ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوی و؛ په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو او کتابتونو د تجهیز څرنګوالي، کاري پلانونو، د یادو مرستیالانو تر منځ د دندو لایحو پر تفکیک، د څېړنو لپاره د بودیجې مشخصول، د مسؤلیتونو وېش، د څېړنو معاونیت تشکیلاتي جوړښت او په هېواد کې د علمي څېړنو د ودې په اړه بحثونه وشول.
په پای غونډه کې د لوړو زده‌کړو علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ورکشاپ له ګډونوالو مننه وکړه او د ورکشاپ پر ګټو او لاسته راوړنو یې خبرې وکړې.
وروسته دوکتور حميدالله مزمل د تحقیق، تألیف او ژباړې رئیس هم د جوړو شویو کمیټو د نظرونو جمع بندۍ ترڅنګ له ټولو مننه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د ا.ا.ا له راتګ وروسته په هېواد کې علمي څېړنو ته ځانګړې پاملرې شوې او په ۲۵ پوهنتونونو کې د څېړنې معاونیتونه ایجاد شوي دي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS