د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا غونډه ترسره شوه
د لوړو زده کړو د رهبري شورا په ناسته کې د دې وزارت د بشري سرچينو د رييس د ستاينې تر څنګ د اجنډا پر ټولو موادو بحث او اړينې پرېکړې وشوې.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون په يوه ارزونه کې د ښه رياست، ښه رهبر او ښې طرحې په برخه کې د وزارتونو او دولتي ادارو په کچه د بشري سرچينو د ښه رياست په توګه وپېژندل شو.
د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزير دوکتور عباس بصير په ياده غونډه کې د بشري سرچينو ریاست د لومړي مقام اخيستل، د دې وزارت رهبري هييت او د لوړو زده کړو کورنۍ په ځانګړي ډول د بشري سرچينو رياست رييس او کارکوونکو ته مبارکي ورکړه او د دې بريا اصلي لامل يې د مصطفی يونس زاد نېک چلند او بريالي پروګرامونه وبلل.
وروسته مصطفی يونس زاد د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د غړو له ستاينې مننه وکړه او خپله بريا يې د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې د لوړو زده کړو وزارت د مخکينۍ او اوسنۍ ډلې او د دې رياست د کار کوونکو همکاري وبلله، نوموړي ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو د بشري سرچينو په مديريت کې به تر پخوا ښه او ډېرې هڅې وکړي.
د لوړو زده کړو رهبري شورای د يونس زاد د کړو خدمتونو له کبله نوموړي ته ستاينليک ورکړ.
د يادونې وړ ده چې د لوړ زده کړو وزارت د رهبري شورا په جلسه کې د تدارکاتي پروژو د ستونزو په اواري او په اجنډا کې دې پر ټولو شاملو مواردو بحث وشو او لازم تصميمونه ونيول شول.