د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د میرویس نیکه لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د اقتصاد پوهنځي لسم او یوولسم پړاو محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۷:۵۸
eeeewwwwwwwwwwwwsddd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یادو مراسمو کې محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې د لوړو زده کړو بنسټونو د کیفیت لوړونې لپاره وزارت یو لړ پلانونه او برنامې په پلان کې لري.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نوموړو فارغانو ته وعده ورکړه چې په یاد ولایت کې به د ماسټرۍ تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او له محصلینو څخه یې وغوښتل چې زده کړی علم دې د هېواد او خلکو لپاره د خدمت په لاره کې ولګوي.
وروسته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ډاکټر نقیب الله افغان د لوړو زده کړو له وزیر څخه مننه وکړه او همدارنګه يې د یادې مؤسسې د کړنو او تدریسي او انکشافي برنامو په اړه معلومات وړاندي کړل، هغه زیاته کړه چې په لسم او یوولسم پړاو فراغت غونډه کې ۶۷ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت لپاره فارغیږي.
ورځ: پنجشنبه 
23/8/1444 هـ ق 25/12/1401 هـ ش 16/3/2023 م

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۷:۲۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینو د پایلو اعلان په  اړه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست خبرتیا!


په پام کې ده چې نن د روان کال، د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه، د لوړو زده کړو وزارت د عالیې او عالمیې مرحلو د کلنۍ ازموینو پایلې، چې د ۸/۷/۱۴۴۵هـ ق، نېټه اخیستل شوې وې، اعلان کړي. 
نو ټولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۴:۲۷
Background image

د مرکزي ریاستونو کارمندانو ته د (مدیریت او د غونډې مدیریت) تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.


دغه ورکشاپ چې د بشري سرچینو ریاست له خوا دایر شوی و، د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو (۲۷) تنو کارمندانو ته د ( مدیریت بنسټونو، په مدیریت کې خلاقیت او نوښت او د غونډې مدیریت). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۳:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت وزیر په مشرۍ د خصوصي لوړو زده‌کړو کمیسیون ناسته وشوه.


په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په یاده غونډه کې، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د تحصیلي چارو پر کیفیت لوړونه ټینګار وکړ او دغه کمیسیون یې د یادو بنسټونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ وشوه.


د ناستې په پیل کې د تېرو غونډو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او ورپسې د غونډې غړو له اجنډا سره سم د تحصیلي بنسټونو د استادانو او د امارتي ادارو د کارمندانو د معاشونو ورکولو په اړه چې د. . .

BACK TO NEWS