د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د میرویس نیکه لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د اقتصاد پوهنځي لسم او یوولسم پړاو محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یادو مراسمو کې محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې د لوړو زده کړو بنسټونو د کیفیت لوړونې لپاره وزارت یو لړ پلانونه او برنامې په پلان کې لري.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نوموړو فارغانو ته وعده ورکړه چې په یاد ولایت کې به د ماسټرۍ تر کچې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او له محصلینو څخه یې وغوښتل چې زده کړی علم دې د هېواد او خلکو لپاره د خدمت په لاره کې ولګوي.
وروسته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ډاکټر نقیب الله افغان د لوړو زده کړو له وزیر څخه مننه وکړه او همدارنګه يې د یادې مؤسسې د کړنو او تدریسي او انکشافي برنامو په اړه معلومات وړاندي کړل، هغه زیاته کړه چې په لسم او یوولسم پړاو فراغت غونډه کې ۶۷ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت لپاره فارغیږي.
ورځ: پنجشنبه
23/8/1444 هـ ق 25/12/1401 هـ ش 16/3/2023 م