د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د هندوستان هېواد کویست کالج تحصیلي بورس خبرتیا، یوازې په تحصیلي فیس کې تخفیف
Due
-
د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۶مې نېټې په ۶۱۴۹ ګڼه لیک کې د هندوستان هېواد چاندیګړ ښار د کویسټ ساینس او ټکنالوژۍ کالج “quest college of science and technology, Moohali- affiliated to Ik Gujrat Punjab technical university” کې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د ۵۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی، چې تخفیف یې یوازې په تحصیلي فیس کې په لاندې ډول دی:
- د لېسانس په کچه درې بورسونه چې تحصیلي فیس او شپېځای یې سل سلنه وړیا دی؛ "یوه ښځینه او دوه نارینه"
- د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۳۵ بورسونه چې ۸۰ سلنه تحصیلي فیس یې معاف شوی؛
- د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۲ بورسونه چې ۷۰ سلنه تحصیلي فیس یې معاف شوی؛
د اړتیا وړ اسناد:
د لېسانس دوره: د ښوونځي شهادت نامه، د تابعیت پېژندپاڼه او تر منظورۍ وروسته د پاسپورټ درلودل.
د ماسټرۍ دوره: ډيپلوم او د نمرو ټرانسکرېپټ، د تابعیت پېژندپاڼه او تر منظورۍ وروسته د پاسپورټ درلودل.
د نوملیکنې شرایط:
ـ یاد بورسونه په بشپړ ډول وړیا نه دي نو نوماندان مکلف دي چې نور لګښتونه پخپله پرې کړي. دې موضوع ته باید پام وشي هغه نوماندان چې د لګښت پرې کولو توان نه لري یاد بورس ته نوملیکنه ونه کړي ترڅو د دوی د سرګردانۍ او د ادارې د وخت ضایع کېدو مخنیوی وشي.
ـ د لېسانس دورې لپاره د نوماندانو د نمرو سلنه باید د ښوونځي درې کلنې نمرې لږ تر لږه ۷۰ سلنه او د ماسټرۍ دورې لپاره د پوهنتون د نمرو ټرانسکرېپټ ۶۵ سلنه وي.
هغه په شرایطو برابر مینوال چې یاد بورس ته نوملیکنه غواړي، کولای شي د ۱۴۰۰ کال د غویي تر ۲۰مې نېټې پورې د لازمو فورمو ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت ۲۱مې شمېرې غرفې ته ورشي.
د یادونې وړ ده چې که چېرې د بورسونو له شمېر څخه د نوماندانو شمېر زیات شي نو نوماندان د لوړو نمرو د سلنې پر بنسټ ټاکل کېږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لینک کیکاږئ: