
بسم الله الرحمن الرحیم
“ګرانو هېوادوالو! د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي نظام پورې اړه لري. تېرو څلور لسیزو جګړو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ تحصیلي او علمي بنسټونه هم زیانمن کړي وو، الحمدلله یو ځل بیا یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند ساه واخیسته او د دې وخت راورسېده، چې په ګډه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد تحصیلي ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو. د دې لپاره چې په ځان بسیا افغانستان ولرو، اړینه ده څو د هېواد په تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وکړو، چې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر او د ټولنې اړتياوو ته ځواب ویونکي وي. زموږ موخه د هېواد د لوړو زده کړو د یو معیاري او با کیفیته سیسټم رامنځته کول دي، چې د ټولنې د غوښتنو په وړاندې ځواب ووایي او د سیمې او نړۍ په کچه د باور څښتن و اوسي. په درناوي.”
مولوي نداء محمد ندیم
د لوړو زده کړو وزیر
1402 لیندۍ ۱ - د معرفي په مراسمو کې

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل
په دې لیدنه کې د لوړو زدهکړو وزیر د قطر سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي امارت ...

لوړو زده کړو وزارت د فتحې او استقلال ورځې په شانداره مراسمو سره ونمانځلې
لوړو زده کړو وزارت «فتحه او استقلال د علم او هنر په هنداره کې» تر عنوان لاندې، په کابل پوهنتون کې ونمانځله، چې د لوړو زده کړو وزارت ...

سرپل پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه او ۵ زره افغانیو په ارزښت د یو محراب مسجد د جوړېدو چارې عملاً پیل شوې
د یاد مسجد د جوړېدو د عملي چارو د پیل په مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال ملا خال محمد حقاني، امنیه قومندان، د پوهنتون ...

د کورنيو چارو وزير محترم خلیفه سراج الدین حقاني شيخ زايد پوهنتون کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه
د ۱۴۴۶هـ.ق کال، رجب المرجب میاشتې په کلنۍ ازموینه کې بریالي شویو علماء کرامو د پام وړ!
د کندهار زون ۱۴۴۷هـ.ق کال علماء کرامو یو ورځنۍ ازموینې د لېسانس او ماسټري اسنادو وېش خبرتیا!
!د ننګرهار پوهنتون د بستونو خبرتيا

د تدارکاتو خبرتیا!
د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۵ مالي کال د نویو شعباتو د تجهیزاتو د تدارک پروژې اعلان

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه.



