سید جمالالدین افغاني پوهنتون کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر برخو د رغونې پروژه پرانیستل شوه
یاده پروژه چې د پوهنتون رهبرۍ او مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ...
۱۴۰۵ وږی ۲۸

یاده پروژه چې د پوهنتون رهبرۍ او مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون رئيس مولوي عبدالواسع منصور د پروژې بشپړوالی د روزنيز چاپېريال ښهوالي او د استادانو او محصلانو لپاره د غوره فضا رامنځ ته کولو په برخه کې گټور ګام وباله او ويې ويل چې په تطبيق سره به یې د پوهنتون يو شمېر ستونزې حل شي.
د دغې پروژې په برخو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي او د محصلینو ليليې ودانيو سړکونو، پلې لارو او گلدانونو، د سړک غاړې څراغونو او چمنونو جوړول شامل دي، چې لگښت يې د لوړو زدهکړو وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي.
Latest News
No News Found!