د تدارکاتو خبرتیا!

           
د بیولوژي څانګې د لابراتوار او کیمیاوي موادو پروژې د اعلان په مورد کې!

 

د داوطلبۍ شمیره: MOHE/WU/1405/NCB/G-03

د مهربانۍ له مخې لاندې متن په (۱۴۰۵/۶/۳) نېټه خپور کړئ!

وردګ پوهنتون ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د بیولوژي څانګې د لابراتوار او کیمیاوي موادو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې ګډون وکړي، او د یادې پروژې شرطپاڼه د (۵۰۰)پنځه سوه افغانیو په بدل کې د وردګ پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه په سافټ/هارډ بڼه ترلاسه کړي. خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د درج شویو مشخصاتو په نظر کې نیولو سره د نافذه قوانینو او طرزالعملونو مطابق په سرتړلي ډول د اعلان د خپریدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ کال (سنبلې میاشتې تر څوارلسمې) نېټې، د سهار تر نهه بجو پورې وردګ پوهنتون ریاست ته چې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د دشت ټوپ په سیمه کې موقعیت لري وړاندې کړي ناوخته رسیدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ ندي.  

د یادونې وړ ده؛ چې د آفر پرانیستې غونډه د وردګ پوهنتون ریاست مقام د غونډو په تالار کې د اعلان د خپریدو له نېټې څخه د لسو ورځو په تیریدو سره  د ۱۴۰۵کال د سنبلې میاشتې په (14) نېټه د سهار په نهه بجو مخکې له غرمې ترسره کېږي، د میدان وردګ ولایت د ملي راډیو تلویزون د محترم آمریت څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د پورته اعلان کټینګ د ورستیو کړنو په موخه وردګ پوهنتون ته را واستوي.