لومړۍ پروژه د پوهنتون د ۷۰۰ متره په اوږدوالي او ۲۵ متره په سور سره د دوه طرفه ...
۱۴۰۵ تله ۸

لومړۍ پروژه د پوهنتون د ۷۰۰ متره په اوږدوالي او ۲۵ متره په سور سره د دوه طرفه عمومي سړک اساسي جوړونه او قیر کول، د سړک منځنی او دواړو غاړو ګلدانونه او د سړک دواړو غاړو پلې لارې شاملې دي.
دویمه پروژه د ۳۴۰۴ متره په اوږدوالي او ۵۰ سانتي متره په سور سره د فراه پوهنتون د احاطوي دېوال درېیم فاز جوړول دي.
د دغو پروژو په پرانیستې مراسمو کې د فراه ولایت مرستیال والي مولوي محمد ګل خیبر، د فراه پوهنتون رئیس مولوي سمیع الله حقاني، د پنځو پوهنځیو رئیسانو او انجنیرانو حضور درلود.
د فراه پوهنتون مسؤولینو د پروژو پر معیاري تطبیق، د کار د کیفیت پر رعایت او په ټاکل شوې موده کې د پروژو پر بشپړېدو ټینګار وکړ او د یادو پروژو پیل یې د پوهنتون د زیربناوو د پراختیا او ښه والي په برخه کې مهم ګام وباله.
د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.
Latest News
No News Found!