د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون د نویو محصلانو د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه پیغام ...

۱۴۰۵ وږی ۲۶

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون د نویو محصلانو د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه پیغام ولوستل شو، چې محصلينو ته پکې اړينې توصيې شوې وې.
په پيغام کې محصلانو ته ویل شوي و، چې تاسو د ملک سرمایه یاست، نو پوره کوښښ وکړئ، چې په خپل مسلک کې تخصص او مهارت حاصل کړئ او په وسیله یې خپل ملک اباد کړئ.
همدارنګه عاليقدر امير المؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپل پیغام کې ویلي و، چې د تحصیل هدف یوازې د مادیاتو ترلاسه کول نه دي، بلکې د انسان تربیه، د غوره صفتونو حصول او د دین او مسلمانانو خدمت دی، نو تحصیل ته د یو علمي او معنوي ارزښت او فضیلت په سترګه وګورئ، یوازې د دنیا د حصول ذریعه یې مه ګرځوئ. 
دغه راز په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د دغه غونډې د اهمیت او موخې بیانولو ترڅنګ، نویو محصلانو ته هر اړخیزې لارښوونې او توصیې وکړې.
محترم شیخ صاحب محصلانو ته په خطاب کې وویل: «د انسان د پیدایښت دوه هدفونه دي، لومړی د الله تعالی عبادت او دویم د دنیا ابادي او نورو نسلونو ته اسانتیاوې برابرول دي.» محترم شیخ صاحب وویل چې د یادو دواړو اهدافو ترلاسه کول په علم سره کېږي او له محصلانو یې وغوښتل چې د الله تعالی واقعي بندګۍ باندې ځان پوه کړي او همدارنګه د علم په واسطه د دنیا د ابادۍ لپاره کار وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب محصلانو ته په توصیو کې وویل، چې ځانونو ته بااستعداده او نېک ملګري انتخاب کړي، په درسونو کې سالم رقابت ورسره وکړي، له وخت او ځوانۍ څخه ښه استفاده وکړي، د خپلو مسلکي زده کړو تر څنګ ضروري دیني علوم هم زده او خپل ژوند د هغو مطابق پر مخ یوسي، د خپلو مشرانو او استادانو احترام وساتي. همدا راز محترم وزیر صاحب محصلانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت یې هر اړخیز ملاتړ کوي، مسؤلین او مشران یې خدمت کوي، د معیاري زده کړو زمینه ورته برابروي او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو په هڅه کې دی او ترې ویې غوښتل، چې په پوهنتون کې په خپلو زده کړو تمرکز ولري او له سیاسي فعالیتونو او ډلو ټپلو څخه ځانونه وساتي.
همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وویل چې په هر کار کې هڅه او کوښښ د بریا لومړۍ کیلي ده؛ خو مسلمان باید د هڅو او کوښښ ترڅنګ په الله تعالی توکل هم ولري او زیاته یې کړه چې محصلین باید په پوهنتون کې د لوړو زده کړو او په ټوله کې د نظام اصول په ځان تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده چې په سږ کال کانکور ازموینه کې د نورو امارتي پوهنتونونو ترڅنګ، د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته شاوخوا ۳۷۰۰ تنو محصلینو لار موندلې ده.

Latest News

No News Found!