د بامیان پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

Closing Date
بامیان پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرو ته اړتیا لري.
د ټولنیزو علومو پوهنځی؛
• ټولنپوهني ډیپارټمنټ (۱) بست .
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۵/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۱۵/۱ /۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.