د غزني پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

Closing Date
د غزنی پوهنتون د بیا ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
دښوونې او روزنې پوهنځی:
کیمیا ډيپارټمنټ (۱) بست.
ریاضی ډيپارټمنټ (۱) بست.
داقتصاد پوهنځی:
د مالي او بانکداري ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱/۱۱/۱۴۰۲ هـ.ش څخه تر ۱۰/۱۱/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.